د پاکستان له خاورې بريدونه د زغم وړ نه دي
سلام خان سلام خان

د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د راکټي حملی دتیر یوه کال راهیسی دوام لری چی دسیمی خلګو ته یی دسر او مال ډیر درانه زیانونه رسولی ددې حملو په اړه نور د افغان ولس زغم پای ته رسیدلی د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل په تېرو څلورو مياشتو کې د دې ولايت پر بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول شيګل او دانګام ولسواليو تر ٢٠٠٠ زيات توغندي لګېدلي، چې څو تنه ملکيان يې وژلي او خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي پاکستان او افغانستان پر یوه اوبل باندی تور لګوی چی مخالفین یی له خاوری ځخه بریدونه ور باندی کوی افغانستان وایي چي د پاکستان په سرحدي سیمو کي د مخالفینو پټنځایونه شته او مخالفین په دې سیمه کي پر دوی باندي بريدونه پلانوي. افغان حکومت تورلگوي چي دغه کسان د بريدونو تر کولو وروسته بیرته پاکستان ته اوړي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي، چي مخالفان د افغانستان له خاوري څخه پاکستان ته ور اوړي او هلته پر پاکستاني لښکرو باندي بریدونه کوي مګرم پر کونړ، ننګرهار او نورستان باندي د هر راز راکټي بریدونو دوام د افغانستان حکومت له پاره د منلو نه دئ او دا د افغانستان او پاکستان پر اړیکو منفي اغیز کوي افغان حکومت بايد د نړيوالي ټولني په ملتيا ددغو بريدونو جواب ورکړي.افغانان باید د افغانستان له پاکي خاوري څخه دفاع وکړي، خو متاسفانه چي افغان دولت دې ته پاملرنه نه لري او نه هم ناټو او نړيواله ټولنه افغان دولت ته دا جرأت ورکوي چي ددغه ډول کړنو جواب دي ورکړي او یا هم دواړه هيوادونه باید د ملګروملتونو د امنیت شورا په منځګړيتوب په ژوره توګه دا مسئله وڅېړله شی د سیاسی کار پوهانو په باور که افغان حکومت هم باالمثل عمل وکړي نوبې له شکه به ئې زیان یوازي د ډیورنډ کرښي پردواړو غاړو پروتو قومونو ته ورسیږي د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون ویلي چې له افغانستان او پاکستان سره په ګډه کار کوي چې د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې وروستی کړکېچ کم شي پینتاګون دا څرګندونې د پاکستان له لوري د افغانستان پر کونړ ولایت د پر له پسې حملو په وړاندې د افغانستان د خبرداري په ځواب کې کړی دی تر دی وړاندې د ناټو نورو چارواکو ویلي و چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لوري د درنو وسلو د بمباریو په اړه نه د افغانستان او نه پاکستان ادعاوې تاییدولی شي د ناټو او امریکايي چارواکو دې څرګندونو ډېر افغانان په غوسه کړي. دوی وايي چې ناټو د دې لپاره چې پاکستان ترانزیتي لار ورکړي پر افغانستان د پاکستان پر یرغلونو سترګې پټوي. حال دا چې له امریکا او نورې لوېدیځې نړۍ سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سند یو اساسي شرط دا و چې دوی به افغانستان د خپلو یرغلګرو ګاونډیانو له شره ساتي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تیری سې شنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي و چې یوازې د افغانستان ولسي خلک نه دي چې د پاکستان له لوري پرې بریدونه کېږي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو پر مرکزونو او اډو هم د پاکستان له خوا بریدونه کېږي د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم پاکستان په وروستیو کې داسي اقدامات کوي چې د حالاتو د ښه کولو پر ځای په افغانستان کې وضعیت خړپړوي.دې هیواد په وروستیو کې پرېکړه کړې چې په لکونو افغان کډوال وباسي او په دې ډول پر افغانانو فشار لا زیات کړي. د ستراتیژیکو همکارانو تړون چې د غويي په ۱۳مه( د می ۲مه) د شپې ناوخته په ۱۲ نیمو بجو د امریکا او افغانستان جمهورو رئیسانو امضا کړی دی، عملي شوی، یعنې رسما نافذېز دی د دغه تړون د نافذو خبر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول ورکړی دی او ویلی یی دی چې ټول حقوقي او قانوني مراحل یې بشپړ شوي او په خبره یې نور رسما نافذ دی په کابل کې د امریکا سفارت هم د دغه تړون د رسما نافذو په اړه په غبرګون کې ویلي چې افغانستان به یوازې پرې نښودل شي. جمهور رئیس کرزي خو د دغه تړون امضا کېدل د افغانستان او امریکا ترمنځ د نوي فصل د پېلامې په معنی راخستی و. د ستراتیژیکو همکارانو د دې تړون په اړه چې د جمهور رئیس کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر سپنتا په ولسي جرګې کې وکیلانو ته معلومات ورکول وویل په څرګنده وویل چې د تړون په لس كلنه موده كې امريكا بايد پر افغانستان د هر راز يرغل او ګواښونو مخه نيسي. ډاكټر سپنتا ویلي وو: (( د افغانستان ثبات د جنوبي او مركزي اسيا هېوادونو پورې تړلى دى او امريكا په دې ټینګار کوي، كه چېرې پر افغانستان هر راز بهرنى يرغل وشي، نو په خورا چټكۍ سره د قوانينو پراساس سياسي، ډپلوماټيكې، اقتصادي او بلاخره د نظامي لارې متقابل ځواب وركوي.)) نو دې ټکو ته په پام اوس داسې ښکاري چې د دغه امریکايي ملګري د ازمایلو وخت رارسېدلی دی، ځکه عملا په کونړ او نورستان ولایتونو د پاکستان له لوري توغندي راتوغول کېږي او باید مخه یې ونیول، اوس دا په ډپلوماتیکي، اقتصادي او که نظامي لارې کېږي، کومه یوه؟دمګړۍ افغان دولت په یوازې ځان د دې وړتیا نه لري چې په دغسې دفاع راووځي او د دغه تړون له مخې دا د امریکا پر غاړه د افغانستان حق دی چې له پاکستان سره د دغه هېواد د راکټي یرغل خبره سپینه کړي دا ستراتيژيك تړون د همدې لپاره شوى چې كړې ژمنې يې پلې شي او كه عملي نه شي بيا تړون بلل كېدلى نه شي، كه امريكا په دې تړون كې پر خپلو ژمنو عمل كول غواړي، نو سر له نن دې دپاکستان پروړاندی اقدام وكړي او د افغانانو دفاع دې وكړي خو دسیاسی چارو ځینی کار پوهان ناهیلی برېښي چې امریکا دې د تړون په رڼا کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. هغوی استدلال کوي، چی پاكستان د ناټو د لوژیستک پر مخ له نږدې اوو مياشتو راهيسې تړلې لار پرانستې، نو ناممکنه برېښي چې امریکا دې په دې منځ کې فعال رول ولري او پوځي مانورونه دې وکړي دوی به فقط د خپلو بې پیلوټه الوتکو بمباري د القاعده د ځپلو په وړاندی جاري ساتي، د لوژیستک مسئله د امریکا لپاره ډېره مهمه ده په تېره بیا چې امریکا اوس هم پاکستان خپل متحده ګڼي، نو آیا له متحد سره پوځي زور کېدلی شی؟ دوې ورځې مخکې د افغانستان د مدني ټولنو شبکې هم له افغان حکومت څخه وغوښتل چې دغه مسئله په جدي ډول تعقيب او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته راجع کړي نوموړی ټولنی بهرنیو چارو وزارت څخه وغو ښتل، چې دا مسله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته راجع کړي او دوهمه مسله دا چې موږ له امریکا او نورو هېوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاس لیک کړي او هغوي ژمنه کړې، چې د ستونزو په هواري کې به مرسته کوي نو باید دا موضوع له دې دوه لارو حل شي، یو دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په رسمي توګه وړاندې شي او بل دا چې د افغانستان ستراتیژیک ملګري، چې زیات قوت او قدرت لري، نو باید پاکستان راضي کړي، چې دا بریدونه بند کړي.پای
July 27th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی